بشري اقدام یوازې د مرستو تر رسولو پورې محدود نه دی؛ بلکې هغه خلک او مؤسسې هم پکې شاملې دي چې خپلې ټولنې ښه پېژني، د بدلېدونکو اړتیاوو پر وړاندې ځواب وايي او هره ورځ هڅه کوي څو ملاتړ هغو کسانو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

د نړیوالې بشري مرستو ورځې په مناسبت، د اکبر مؤسسه د بشري مرستو له کارکوونکو، ملي او نړیوالو مؤسسو او هغو شریکانو څخه مننه کوي چې په ګډه په ټول افغانستان کې د ټولنو د ملاتړ لپاره کار کوي.

بشري اقدام له سیمه‌ییزې کچې پیلېږي او د ګډ کار له لارې لا پیاوړی کېږي