د ۲۰۲۶ کال د نومبر میاشتې په ۸مه او ۹مه نیټه، د اکبر مؤسسې د سوېلي زون سیمهییز دفتر د غړو مؤسسو او ولایتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د مؤسسو د عملیاتي ننګونو په اړه د بحث او د بشري او پرمختیايي فعالیتونو لپاره د یوه مناسب چاپېریال د رامنځته کېدو د ملاتړ په موخه زابل ولایت ته یو ساحوي سفر ترسره کړ.
د دغه سفر په ترڅ کې، د اکبر ولایتي ټیم د ولایت له والي او د اقتصاد ریاست له رئیس سره وکتل؛ څو د نادولتي مؤسسو د همغږۍ او ملاتړ په برخه کې په اسانتیاوو، په دې برخه کې د اکبر په رول، او د اړمنو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې د دغو مؤسسو د ونډې په اړه بحث او خبرې اترې وکړي.
د نادولتي مؤسسو پر وړاندې مهمې عملیاتي ننګونې، اداري ځنډونه، د ولایتي کمېټو ترتیبات، د شپږ میاشتنیو چارو د راپورونو ارزونه او له اړوندو دولتي ادارو سره همغږي هغه څه وو چې په یادو ناستو کې پر خبرې اترې وشوې. دواړو چارواکو د راپورته شویو اندېښنو د حل په برخه کې له اکبر او نادولتي مؤسسو سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ. د ولایت والي هم د نادولتي مؤسسو او دولتي چارواکو ترمنځ د روڼتیا، حساب ورکونې او متقابل باور پر اهمیت ټینګار وکړ.
اکبر مؤسسه په ولایتي کچه د خپلو دوامداره همکاریو او اړیکو له لارې هڅه کوي چې د نادولتي مؤسسو او اړوندو چارواکو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي، ګډې عملیاتي اندېښنې مطرح کړي او اړمنو ټولنو ته د بشري او پرمختیايي مرستو د اغېزمنو لارې چارې غښتلې کړي.