د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټه یا (DCA) له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دغه نړیواله اداره، چې مرکزي دفتر یې په هالنډ کې دی، د مالدارۍ، د حیواناتو د روغتیا او کرنیزې پراختیا په برخو کې تخصص لري.  DCA د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې فعاله ده او موخه یې د مالدارۍ او کرنې د دوامدارو حل‌لارو له لارې د کلیوالي بېوزلۍ کمول دي. دغه اداره هر کال په مستقیم او غیرمستقیم ډول له یو میلیون څخه د زیاتو کسانو ملاتړ کوي.

په ۲۰۲۶ کال کې، DCA د مالدارۍ پر بنسټ د دوو معیشتي نوښتونو له لارې د زیانمنو کورنیو ملاتړ کړی دی، چې لومړی یې په جولای او سپټمبر میاشتو کې په هرات او کندهار ولایتونو ۱۴۰ کورنیو (۹۸۰ کسانو) ته ۳۶۰ اصلاح شوي شیدې ورکوونکي وزې او ۵۶۰ د وزو بچي ورکول وو. په دوهمه برنامه کې بیا په اکتوبر میاشت کې، DCA  په هرات، بغلان، کابل، لوګر، لغمان او ننګرهار ولایتونو ۶۰۰ نورو کورنیو (۴۲۰۰ کسانو) سره مرسته وکړه او هغوی ته یې ۱۸۰۰۰ چرګان او نور اړین توکي، چې د چرګانو خوراک، د چرګانو د ساتنې لپاره د ځای جوړولو مواد او وترنري درمل پکې شامل وو، برابر کړل. دغه فعالیتونه له کورنیو سره مرسته کوي چې مغذي خوړو ته خپل لاسرسی لا غښتلی کړي، اضافي عاید ترلاسه کړي او د خپل معیشت توانمندي پیاوړې کړي.