د مهارتونو د روزنې او وړتیاورکونې ټولنه یا (STARS) په ۱۹۹۷ کال کې رامنځته شوې ده او له هغې وخت څخه را په دیخوا د ښځو تر مشرۍ لاندې او د ښځو پر ملاتړ متمرکزه ملي بشري مرستندویه اداره پاتې شوې ده چې د افغانستان په کچه د نغدي او کوپوني مرستو یا (CVA)، ښوونې او روزنې، بېړنیو حالاتو ته د ځواب وینې، د خوړو خوندیتوب او معیشت، د ماشومانو د خوندیتوب او د پېښو د خطرونو د کمولو یا (DRR) په برخو کې پراخه تجربه لري. یاده ټولنه د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له ادارو، نادولتي مؤسسو او دولتي بنسټونو سره ملګرتیا کړې، ترڅو د زیانمنو ټولنو ملاتړ وکړی شي.
STARS د(FAO) او نړیوال بانک په مالي ملاتړ د کرنې په برخه کې د ښځو ګډون لا غښتلی کوي او په کاپیسا ولایت کې د کورنیو لپاره د خوړو خوندیتوب پیاوړی کوي. دغه نوښت په السای، حصه دوم کوهستان او کوه بند ولسوالیو کې ۱۶۰۰ کورنیو ته د کورنیو بڼونو د جوړولو بستې رسولې، چې د سبزیجاتو شپږ ډوله تخمونه پکې شامل دي. همدارنګه، ښځینه ګډونوالو د کرنې، د حاصلاتو د مدیریت، د اقلیم له بدلون سره د عیارې کرنې د لارو چارو او د حاصلاتو د راټولولو په برخو کې تخنیکي روزنې هم ترلاسه کړې دي. دغه روزنه له هغوی سره مرسته کوي چې مغذي خواړه تولید کړي او خپلې کورنۍ د خوړو په برخه کې پر ځان بسیا کړي.