هاګر نړیواله اداره (Hagar International) له هغو افرادو او ټولنو سره په ګډه کار کوي چې د ناوړه ګټې اخیستنې او ناوړه چلند له امله اغېزمن شوي یا له ورته خطر سره مخ دي، او د هغوی ملاتړ کوي، څو له انساني کرامت سره سم ژوند وکړي او خپل راتلونکی پخپله وټاکي. هاګر په افغانستان کې د ماشومانو پر خوندیتوب، د ښځو پر پیاوړتیا، د انسانانو د قاچاق پر وړاندې مبارزې، رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ یا (MHPSS)، او د معیشت پر فرصتونو تمرکز کوي.

په ۲۰۲۶ کال کې، هاګر افغانستان د ماشومانو د خوندیتوب، د ښځو د پیاوړتیا، تفریحي فعالیتونو او حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو له لارې د ۴۵۰ ماشومانو او ۱۰۰ ښځو ملاتړ کړی دی. سربېره پر دې، ۲۵۰۰ نورو کسانو رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ ترلاسه کړی دی. هاګر د دغو نوښتونو له لارې په کابل او پکتیا ولایتونو کې د زیانمنو ماشومانو، ښځو او ټولنو د هوساینې، د عملي مهارتونو د پراختیا او د توانمندۍ د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.