PACTEC  د بشري مرستو د اصولو پر بنسټ د مرستو د رسولو د ملاتړ لپاره ځانګړي بشري هوايي ترانسپورتي خدمات وړاندې کوي. دغه خدمات په ځانګړي ډول په هغو لرې پرتو او له اساسي خدمتونو بې‌برخې سیمو کې مهم دي، چې د ترانسپورتي زیربناوو د محدودیتونه له امله ورته، لاسرسی ستونرمنیږي.

PACTEC  د خپلو هوايي خدماتو له لارې په ټول افغانستان کې بشري مرستندویه ټولنه له ۳۸ بېلابېلو ځایونو سره نښلوي او له کابل او څو نړیوالو ځایونو څخه الوتنې ترسره کوي. د دې ادارې په خدماتو کې منظمې الوتنې، د غوښتنې پر بنسټ ځانګړې چارټر الوتنې او د ناروغانو طبي هوايي لېږد (Medevac)  شامل دي. ملي او نړیوالې په شرایطو برابرې نادولتي مؤسسې دغو خدماتو ته د لاسرسي حق لري. دغه خدمات له بشري مرستندویه ادارو سره مرسته کوي چې اړمنو ټولنو ته ورسېږي او په هغو سیمو کې خپل فعالیتونه روان وساتي چې د ځمکني ترانسپورت له لارې ورته لاسرسی ستونزمن وي.