په افغانستان کې د سیاسي بدلون څخه پنځه کاله تېریږي او په دې موده کې نړیوالو مرستو دا باوري کړې چې د نړۍ له تر ټولو لویو بشري ناورینونو څخه یو هغه چې شونې وه په یو ناورین بدل شي مهار شوی دی. د یادونې وړه ده چې لا هم د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ مګر اوس وخت کې ستره ننګونه یوازې د ژوند ژغورونکو مرستو دوام نه دی، بلکې د هغو زیانونو د کچې راکمولو په موخه اړین اقدامات دي چې لا هم د پرله ‌پسې ناورینونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې نړیوالو مرستو د خلکو ژوند ژغورلی، اړین خدمات یې وړاندې کړي او له میلیونونو افغانانو سره یې مرسته کړې چې د وچکالۍ، زلزلو، اقتصادي رکود او بې‌ ساري نفوسي خوځښتونو پر وړاندې د خلکو مقاومت زیات کړي. بېړنۍ مرستې په یوازې ځان نشي کولی هغه ستونزې حل کړي چې کورنۍ او ټولنې په پرله ‌پسې ډول بېرته دناورین  پر لور ټېل وهي.

د افغان خلکو، ټولنو او د ټولنیزو بنسټونو مقاومت باید د بیارغونې په مانا وانخیستل شي، بلکې د ژوند کمزوري شرایط، کمزوری محلي اقتصاد، د اوبو نشتون، اقلیمي فشارونه، خدمتونو ته محدود لاسرسی او د اداراتو محدوده وړتیا لا هم د بشري اړتیاوو پر دوام ټینګار کوي. افغانستان لا هم د ماشومانو د لویېدو او روزنې لپاره د نړۍ له تر ټولو ننګونکو هیوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې، له شپږ میلیونو څخه ډېر افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي دي. د دوي ډېری یې په جبري یا غیرارادي شرایطو ، او ډېری وخت له لږو شتمنیو او د ژوند له کمو فرصتونو سره بېرته راستانه شوي دي. دغه فشارونه پر هغو ټولنو باندې واردېږي چې لا له وړاندې له اقتصادي کمزورۍ، اقلیمي ټکانونو او د خوندیتوب له خطرونو سره مخ دي.

بشري او انساني سرچینې هم د کمېدو په حال کې دي او د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي مرستو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې (د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان) لا هم د بودیجې له کمښت سره مخ دی. له همدې امله، د ژوند ژغورونکې مرستې لا هم اړینې دي او بدیل یې نه لیدل کیږي؛ مګر یوازې د بشري مرستو دوام به د افغانستان اوسنی مسیر بدل نه کړي.

نړیواله ټولنه باید لاندې ټول شموله لومړیتوبونه په پام کې ولري:

لومړی، د اړینو بشري مرستو دوام: د خلکو د ژوند ژغورلو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د مرستو دوام اړین دی، خو بېړنۍ مرستې باید د یوه پراخ او هراړخیز کمک یوه برخه وي، نه دا چې نړیواله ونډه او تعامل پرې پای ته ورسېږي.

دویم، د زیانونو د رامنځته کوونکو لاملونو د حل لپاره پانګونه: نړیوال ملاتړ باید هغه بنسټونه پیاوړي کړي چې ټولنو ته دا توان ورکوي څو د ناورینونو او ناڅاپي ستونزو پر وړاندې مقاومت زیاد شي او پر پرله ‌پسې ډول په بېړنیو مرستو خپله تکیه راکمه کړي. دا کار د ژوند، محلي بازارونو، کرنې، د اوبو ساتنې، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت وړتیا، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسي، د ټولنې د زیربناوو او اقتصادي فرصتونو په برخو کې دوامدارې پانګونې ته اړتیا لري؛ او ورسره باید هغه سیسټمونه او بنسټونه هم پیاوړي شي چې د دغو اقداماتو د دوام لپاره اړین دي. دا موضوع په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ډېره مهمه ده چې د بېرته راستنېدونکو لوی شمېر کسان پکې مېشتېږي؛ ځکه یوازې لنډ مهاله مرستې نشي کولی د هغوی د دوامدارې میشته کیدنې لپاره چارې اسانې کړي.

درېیم، د افغاني سیسټمونو او رهبري پیاوړي کول: افغان ټولنې،  مدني ټولنیز بنسټونه او محلي او ملي نهادونه باید د لومړیتوبونو په پېژندلو، د کړنلارو په جوړولو او د هغو مرستو په اړه چې د دوی ټولنې یې ترلاسه کوي، د پرېکړو په کولو کې پیاوړی رول ولري. نړیوال تعامل باید محلي ظرفیتونه او سیسټمونه پیاوړي کړي، نه دا چې له هغو څخه تېر شي او یا یې له پامه وغورځوي. افغان لوري باید د لومړیتوبونو په ټاکلو او د پروګرامونو په عیارولو کې شریکان وي، نه دا چې یوازې د هغو پلانونو پلي کوونکي وي چې له بهر څخه ټاکل شوي وي.

که چېرې د اساسي زیان اړونکو مسایلو د حل لپاره رښتینې هڅه کېږي؛ نو په کار ده چې د لنډ مهاله بسپنو او مدیریت پر ځای، د وړاندوینې وړ، انعطاف‌ منونکي او څو کلن اساسي او بسټیز تمویل په پام کې ونیول شي. د ۲۰۲۱ کال بېړنی بشري حالت باید د بحرانونو د مدیریت په یوه دایمي ماډل بدل نه شي، نړیوال تعامل باید یوازې د ناورین د مخنیوي په لټه کې نه وي، بلکې باید د هغو شرایطو د کمولو لپاره هم هڅه وکړي چې د بشري مرستو تکراري مداخلې اړینې کوي.

د سیاسي بدلون څخه پنځه کاله وروسته، افغانستان د یوه نښلوونکي پړاو په درشل کی دی. بشري مرستې لا هم اړینې دي، خو باید په توانمندۍ، ژوند، محلي سیسټمونو او افغان رهبرۍ کې له دوامدارې پانګونې سره ملې وي، څو له ټولنو سره مرسته وکړي چې نه یوازې له راتلونکو ناورینونو څخه روغې ووځي، بلکې بېرته ورغېږي، له شرایطو سره ځان عیار کړي او خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.

اعلامیه ولولئ او ډاونلوډ یې کړئ