د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د اکبر ادارې په مرسته په بریالیتوب سره د هېواد په ۹ ولایتونو کې د همغږۍ او ظرفیت لوړونې د ورکشاپونو یوه لړۍ ترسره کړه، چې په کې د حکومت لوړپوړيو چارواکو، د سکتوري ادارو مسئولینو او د ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو استازو ګډون کړی و. دغو ورکشاپونو د دوه اړخیزو خبرو اترو پیاوړتیا کی مرسته وکړه تر څو د ولایتی همغږۍ میکانیزمونه لا غښتلي، او د پراختیايي لومړیتوبونو او بشري پروګرامونو ترمنځ لا زیاته همغږۍ رامنځته شي.

د اقتصاد وزارت لوړپوړو استازو د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په ملاتړ کې یې د حکومتي ادارو او نادولتي مؤسسو ترمنځ د منظم او جوړښت‌لرونکي تعامل ارزښت ته نغوته وکړه او هغه یې وستایه. دغه نوښت د اقتصاد وزارت او اکبرادارې ګډه ژمنتیا څرګندوي، هغه ژمنتیا چې موخه یې د رغنده ګډکار پیاوړتیا، د متقابل باور ټینګښت، او په ټول افغانستان کې د اغېزمنو، همغږو او دوامدارو بشري او پراختیايي اقداماتو لپاره د مناسب او وړ چاپېریال رامنځته کول دي.