د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۳۱مه نیټه د اکبر مؤسسې له (SHAPE TPP) پروګرام څخه ددې پروګرام د (د دوهمې او دریمې برخې) غړي ملي نادولتي مؤسسې او د مدني ټولنې بنسټونه فارغ شول؛ او دا په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې تر چتر لاندې د سیمه­اییزه کیدنې په برخه کې د پرمختګ یو مهم پړاو بلل کېږي.

د همدې (Twinning) پروګرام له لارې، اکبر مؤسسې له ملي نادولتي مؤسسو سره نږدې کار وکړ؛ څو د هغوی بنسټیز ظرفیتونه پیاوړي کړي، پالیسیانې رامنځته کړي او سیسټمونه یې ښه کړي چې دې چارې هغوی سره مرسته وکړه څو په اغېزمن ډول فعالیت وکړي او په بشري مرستو کې قوي رول ولوبوي. له همدې ډلې څخه ډېرو یې د افغانستان د بشري صندوق یا (AHF) غړيتوب هم ترلاسه کړی دی، پروژې پرمخ وړي او له پراخې بشري شبکې سره یې اړیکې ټینګې شوې دي.

دا لاسته راوړنه د پروګرام د همکارنو ژمنتیا څرګندوي کومو چې وکولی شول د لارښوونو، روزنو او دوامدار ملاتړ له لارې، او همدارنګه د FCDO د سخاوتمند ملاتړ په مټ دا کار ممکن کړي او یاده لاسته راوړنه ددې ټولو په رڼا کې ترلاسه شوې ده.

په داسې حال کې چې دا پړاو بشپړېږي، زموږ هغه ژمنتیا چې د ملي مؤسسو او د اکبر د غړو ملاتړ دی؛ ترڅو مشري وکړي، پرېکړې وکړي او په افغانستان کې د بشري مرستو راتلونکی جوړ کړي، لا هم په خپل ځای دی.