اکبر ویاړي چې تاسو سره د «سیمه اییزه کیدنه په عمل کې: له افغانستان څخه د غوره تجربو وړاندې کول» تر عنوان لاندې څو بیلګې شریکوي؛ کومې چې زموږ د دوامداره ملاتړ او سیمه اییزه کیدنې د هڅو د یوې برخې په توګه چمتو شوې دي؛ څو د سیمهییزې مشرۍ پر بنسټ بشري مرستې لا پیاوړې شي.
دا ویډیو داکبر د غړو مؤسسو یو شمېر غوره تجربې وړاندې کوي او ښايي چې ملي نادولتي او نړیوالې نادولتي مؤسسې څنګه په ګډه کار کوي، څو سیمهییزه مشري پیاوړې کړي، پر اداري ظرفیتونو پانګونه وکړي، عادلانه مشارکتونه رامنځته کړي او ټولنو ته د بشري مرستو د فعالیتونو په محور کې ځای ورکړي.
په افغانستان کې سیمه اییزه کیدنه یوازې یوه مفهوم نه دی؛ بلکې اکبر او غړي یې کولای شي عملي بېلګې یې وړاندې کړي، کومې په عملي لارو چارو باندې د ژمنو بدلولو ښې نمونې وړاندې کوي.
د دغو تجربو په مستندسازۍ سره، اکبر موخه لري چې په افغانستان کې د سیمه اییزه کیدنې په اړه د شواهدو د لا بډایه کولو سره مرسته وکړي، د بشري مرستو د ټولنې ترمنځ زده کړه او رغنده خبرې اترې وهڅوي او د هغو سیمه ییزې رهبرۍ پر بنسټ لارو چارو د لا زیات ملاتړ او پانګونې لپاره هڅه وکړي چې ملي او سیمهییز لوبغاړي پیاوړي کوي او د بشري مرستو په ټول نظام کې همکاري لا غښتلې کوي.
موږ د اکبر له ټولو غړو او نورو ښکیلوو خواوو څخه چې په دې نوښت کې یې ونډه اخیستې، د زړه له کومې مننه کوو
ویډیو وګورئ او په دې پوه شئ چې سیمه اییزه کیدنه څنګه په ټول افغانستان کې پلې کېږي.