مرسي کورپس افغانستان (Mercy Corps Afghanistan)، چې د مرسي کورپس د نړیوالې شبکې برخه ده، له ۱۹۸۶ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دغه اداره د ټولنې پر بنسټ او د بازارمحوره نوښتونو له لارې له ټولنو سره مرسته کوي ترڅو له ستونزو څخه راووځي، خپل مقاومت پیاوړی کړي او دوامدار پرمختګ ته ورسېږي. مرسي کورپس په هرات، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې فعالیت لري او د اوبو، حفظ الصحې او روغتیا (WASH)، خوړو خوندیتوب، معیشت او اقتصادي پراختیا برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي. د دې ادارې تمرکز په ځانګړي ډول د زیانمنو او محرومو ټولنو پر ملاتړ دی.

په ۲۰۲۵ کال کې، مرسي کورپس د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د دغي قنات وکیل په کلي کې د پاکو اوبو د لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځته کړ. د کلونو راهیسې د اوبو د کمښت او د ناپاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره د اوږدو او ستړیا ډکو مزلونو وروسته، اوس د سیمې اوسېدونکي د پاکو او خوندي څښاک اوبو دوامدارې سرچینې ته لاسرسی لري.

د اوبو رسونې د زیربناوو دغه ښه والی نه یوازې د خلکو روغتیايي وضعیت ښه کړی، بلکې انساني کرامت یې پیاوړی کړی او د ښځو او ماشومانو له اوږو څخه یې د اوبو د راټولولو دروند بار کم کړی دی. دې نوښت ۳۰۰ کورنۍ، چې شاوخوا ۲٬۱۰۰ کسان کېږي، تر پوښښ لاندې راوستي او د ټولنې د ثبات، هوساینې او راتلونکې هیلې لپاره یې مهم بنسټ ایښی دی.