په اکبر مؤسسه کې موږ باور لرو چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړول یوازې د مسلکي پرمختګ لپاره پانګونه نه ده، بلکې د لا قوي، اغېزناک او دوامدار خدمت وړاندې کولو لپاره هم مهمه پانګونه ده .د افغانستان د پروژې مدیریت مرکز (APMC) سره په همکارۍ، چې د PMI رسمي وړاندې کوونکی دی، زموږ کارکوونکو په بریالیتوب سره د PMP ازموینې لپاره یو هراړخیز ۴۵ ساعته روزنیز پروګرام بشپړ کړ چې د پروژې مدیریت ټول پړاوونه، له پیل څخه تر پای پورې، پکې شامل وو.
دا یوازې یوه روزنه نه وه، بلکې د زده کړې او ګډ پرمختګ یو ارزښتناک سفر و چې زموږ ټیمونو ته یې لا پیاوړي مهارتونه، نوې لیدلوري او زیات باور ورکړ ترڅو اغېزناک کار ترسره کړي .موږ د خپلو همکارانو پر هڅو او ژمنتیا ویاړو او له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوو چې د دې زده کړې فرصت یې برابر کړ. موږ به په ګډه زده کړه، پرمختګ اوغړو ته د غوره خدمت ته دوام ورکوو،‎ د اغېزناکې نادولتي مؤسسې، پیاوړې ټولنې د لیدلوري په ملاتړ کې.