د اکبر ادارې د افغانستان د عوایدو ریاست سره په همغږۍ، د نادولتي مؤسسو استازو ته د مالیاتي معافیت د تعدیل شوې کړنلارې په اړه یوه معلوماتي غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې ګډونوالو ته د غوښتنلیک د شرایطو، اړینو اسنادو، اجرایي پړاوونو، وروستیو اصلاحاتو او د پلې کیدو اړوندو ملاحظاتو په اړه لازم معلومات او لارښوونې وړاندې شوې. همدارنګه، غونډې ګډونوالو ته دا فرصت هم برابر شو چې د افغانستان د عوایدو ریاست له مسؤلینو سره مستقیمه ناسته وکړي او خپلې پوښتنې او ابهامات ورسره شریک کړي
اکبر د افغانستان د عوایدو ریاست له همکارۍ او د ټولو ګډون کوونکو نادولتي مؤسسو له فعال ګډون څخه مننه او قدرداني کوي. د مقرراتي پروسو په اړه پوهاوی او درک پیاوړتیا ددې لپاره هم اړین دی چې نادولتي مؤسسې وکولای شي په افغانستان کې بشري او پراختیایي مرستې په اغېزمنه توګه وړاندې کړي.