په زړه پوری وخت وو، ځکه چې ډیرې پرمختیایي ننګونې ولې او اکبر موسسه د یوې ادارې په توګه لیدل کیده چې خلک د معلوماتو لپاره ورته رجوع کوله. په هغه وخت کې اکبر موسسې باید د ټولنو زیاتیدونکو غوښتنو ته ځواب ویلای وای، مګر، اکبر اړینې سرچینې نه درلودې، نو د اکبر موسسه په اتومات ډول د خلکو لپاره مناسبو سرچینو ته د راجع کولو او معلوماتو ورکولو ځای شو. د بېلګې په توګه، که یو څوک د ځانګړې طبي ستونزې سره اکبر ته راغلی وی، اکبر د دوی لپاره هیڅ نشوی کولای، نو موږ به ویل چې تاسو ولې په پېښور کې د سره صلیب یا نورو موسسو سره خبرې نه کوئ. له همدې امله، موږ د راجع کولو او معلوماتو ورکولو ځای شو. د اکبر موسسې د دارالانشا اکثره غړي افغانان وو او د رهبرۍ کمیټه له افغانانو او نړیوالو همکارانو جوړه وه.
زه فکر کوم چې اکبر موسسې ډیر ګټور خدمتونه وړاندې کړل او په ورته وخت کې یې داسې ظرفیتونه رامینځته کړل چې شتون یې ندرلود. موږ داسې موسسې درلودې چې د بودیجې په لټه کې به راتللې، مګر دوی د پروژو پلي کولو تجربه نه درلوده. زما هغه ورځې په یاد دي چې خلکو ته مې د پروژې اسنادو لیکلو او د اړینې څارنې او ارزونې څرنګوالي په اړه درس ورکوه ، ځکه چې په پایله کې بسپنه ورکوونکو د راپور تمه درلوده. اکبر موسسې د غړو موسسو لپاره د محاسبې، ادارې او انګلیسي اساساتو کورسونه هم وړاندې کړل.
هره دوشنبه به مې د اکبر موسسې په غونډو کې ګډون کاوه او له اسلام اباد څخه به پېښور ته راتللم او بیرته به تللم او پاتې وخت کې به رییس عملیاتي چارې ترسره کولې. زه په عملیاتي کار کې ښکیل نه وم، ما د رهبرۍ کمیټې د غونډو مشري کوله چې د اکبر موسسې لپاره د بودیجې په راټولولو کې یې مرسته کوله او د ځینو پروګرامونو د دوام یا بندولو یا د پروګرامونو زیاتولو او د پالیسۍ دلارښوونو هڅه مو کوله. موږ د غړو موسسو کار ته هم وده ورکوله - زه کاناډا، امریکا، ډنمارک، انګلستان، جرمني، سویس او نورو هیوادونو ته لاړم ترڅو د افغانستان وضعیت دوی ته تشریح کړم.
کله چې اکبر موسسه د بسپنه ورکوونکوو او ملګرو ملتونو په مرسته تاسیس شوه - د پاکستان حکومت په دې موقف کې نه و چې دا موسسه وتړي، مګر دوی په ځانګړې توګه د دې موسسې نه هرکلی ونه کړ. وروسته اکبر موسسې د غیردولتي موسسو سره مرسته وکړه چې د کډوالو لپاره کار وکړي او د UNHCR سره همکاري وکړي. افغان غیردولتي موسسې د اکبر په مرسته وروزل شوي، او پاکستانیانو وموندله چې دې کار د کډوالو د کمپونو په اداره کولو کې مرسته کوله. افغان غیردولتي موسسو د کډوالو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګولو او جوړولو کې مرسته وکړه.
نن زه وینم چې اکبر موسسه د مدني ټولنې د سازمانونو استازیتوب کوي. اکبر موسسه د نړیوالو بسپنه ورکوونکو او سفارتونو لخوا اعتبار لري. که له حکومت سره کومه ستونزه وي، په مستقیمه توګه نړیوالې ټولنې ته ورزی او ورته وایی، چې دا موضوع باید وڅېړئ، نو کله چې د توکیو یا لندن د پروسې د یوې برخې په توګه په کابل کې د JCMB غونډه یا نورې اړوندې مرستندویه غونډې جوړېږي، د اکبر موسسې ته بلنه ورکوي . زما په اند دا یو لوی پرمختګ دی. اکبر موسسه توانیدلی چې خپل تمرکز په ځانګړي ډول د غیر دولتي موسسو نه پالیسۍ او پراختیایي مسلو ته واړوي.
زه فکر کوم چې عدالت غوښتنه د اکبر موسسې تر ټولو مهمه چاره ده او په غیر مستقیم ډول د غیر دولتي موسسو او مدني بنسټونو ملاتړ کوي. حکومت تل نیوکې نه مني او کله چې د حکومت نیوکې نه خوښیږی، ډېرې ستونزې رامنځته کیږي. اکبر موسسه کولای شي په دې برخه کې ډیر کارونه وکړي ترڅو د غیر دولتي موسسو او مدني بنسټونو غږ شي.
د افغانستان راتلونکی په څو شیانو پورې اړه لري. په افغانستان کې یوه ستونزه د عدالت نشتوالی دی. " ځنډول شوی عدالت، رد شوی عدالت دی." موږ په دې هېواد کې عدالت او سولې ته اړتیا لرو، خو لومړی اړتیا عدالت ده. کله چې ما د ښاغلي الاخدر ابراهیمي (د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی) د لوړ پوړي سلاکار په توګه کار کاوه (د افغانستان لپاره له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې)، د هغه استدلال دا و چې تاسو په یوه وخت کې سوله او عدالت نه شئ لرلی. د یو مسلمان هیواد او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره، زموږ کلتوري دود دا غوښتنه کوي چې عدالت او سولې دواړو ته پاملرنه وشي.
نن، زه غیردولتي موسسې د مدني ټولنې د یو مهم عنصر په توګه وینم او د خلکو سره مرسته د دوی په غږ پورته کولو کې مرسته کوي. اکبر موسسه د دې غږونو د هڅولو لپاره خورا مهم منځګړیتوب کولای شي. اوس مهال د عدالت په اړه ډېرې خبرې کېږي، خو په ټول هېواد کې د عدالت تامین د عدالت په برخه کې د ناکافي ظرفیت او پېچلو فساد له امله له خنډ سره مخ دی.
د غیردولتي موسسو رول بدل شوی - د ظرفیت لوړولو هڅې باید دوامداره او اړونده وي. افغانان بدلون ته ژمن دي، لکه څنګه چې په هیواد کې د بدلونونو څخه څرګندیږي. هیله ده هغه بدلونونه چې تر اوسه په هېواد کې راغلي دي نه ګرځیدونکې وي او په دې بهیر کې د غیر دولتي موسسو او مدني بنسټونو ونډه مهمه ده.
سلطان عزیز په چک جمهوریت کې زیږیدلی، (۴) کاله یې د د ماشومانو د ساتنې موسسې او (۲۰) کاله یې په ملګرو ملتونو کې کار کړی او په دې وروستیو کې یې (۳) کاله د کرنې وزیر د سلاکار په توګه کار کړی دی. نوموړی اوسمهال په افغانستان کې په بېلابېلو پرمختیایي برخو کې د مشاور په توګه کار کوي.